چې سر باندې مې وخیژې

ساخت وبلاگ
دا می هیله دا می هوډ دا می ارمان دی.سر بلند مې خوښ د هر یوه افغان دی انسانان ټول سره یو دي نه بیلیږيچې نفاق غواړي هغه په ویر دځان دی.ټول ګلان د یوه بڼ د ستر خالق ديرهنما یې راستولی پاک قران دی.ای رازقه ته لایق یې د حمدونو.چې يې نه مني هغه کله انسان دی.دا متل دی چې په زوره کلي نه شيد ملت خفګان کې ګورئ لوی تاوان دی.زوریدلې مو ولس هر یو ظالم دی .تل په اوښکو يې لوند شوی چې ګریوان دی.ځانځاني لویه بلا، ځان ځینې ژغورهسود یې نشته ځانځاني واړه زیان دید عادل در کې د زړه نه توبه ګار شه که دا ونه کړې عمل کې دی نقصان دین عادل + نوشته شده در شنبه نهم دی ۱۴۰۲ ساعت 9:54 توسط نسیم شاه عادل  |  چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 20 تاريخ : يکشنبه 8 بهمن 1402 ساعت: 14:10

بد بخته خلک دي همیش یو د بل پښې وهيپه شرم اوړې چې د بل چا دروازې وهينه د مسجد نه به د کور نه د دیرې پاتې شيهغه شتمن چې د غریب سره چنې ووهيددغې کلي ملکان هم په خیرات روږدي ديمال د فقیر، یتیم دورځي هم د شپې وهي ځينې به ګورې چې همیش سپينه جامه کې ګرځيپه خیریه کارو کې هم ځان ته شوړې وهي په دولتي چوکاټ کې خـــپلې منافع لټويکه فکر وکړې په هر ځای کې به سورې وهي غله ته د غلا طریقه وښیی کوربه ته واییګوره چې غل به بله ورځ درنه پیسې وهيالله غفار دی مګر دومره هم په یاد وساتئکه یې په قهر شو راګیر بیا به نارې وهيدلته په سترګو د مخلوق کې به سپین باز وګرځيقیامت راځي د رب په درکې به ګونډې وهيوايې کعبه کې وي د زړنو صفایي عادله دوي چې د هغه ځایه راشي هم دعوې وهي ن عادل + نوشته شده در دوشنبه چهارم دی ۱۴۰۲ ساعت 11:29 توسط نسیم شاه عادل  |  چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 23 تاريخ : چهارشنبه 6 دی 1402 ساعت: 15:07

ربه راکړه قوت ستا په دین چې ننګ کړمستا د پاکې لارې ځان چې خپل ملنګ کړماراده مې کړې مضبوطه ستا په عهدستا په دین باندې چې ځان لکه پتنګ کړمستا په هر یو امتحان کې مې کامیاب کړېتوان راکړې د اسلام په نوم چې جنګ کړمګنهګار ضعیف بنده دې یمه ربه د بخشش غوښتنه تا نه په هر درنګ کړمما د داسې یو اباد هیواد څښتن کړه ګاونډیانو سره ځان چې خپل همسنګ کړم د شیطان مکار له لومو نه مې بچ کړېژوندانه کې چې ځان بچ له دی بدرنګ کړمعبادت کې مې کړه قبول عادله ربه!عبدیت چې ستا یو برخه د فرهنګ کړم ن عادل + نوشته شده در سه شنبه پنجم دی ۱۴۰۲ ساعت 15:21 توسط نسیم شاه عادل  |  چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 27 تاريخ : چهارشنبه 6 دی 1402 ساعت: 15:07

په مظلوم وطن دردېږمه ځورېږمدا چې دم په دم رالویږمه ځورېږماوسيدل دلته اغزن مزل ښکاريږېلوڅې پښې پکې ګرځيږمه ځوريږمد زوړ زخم نه لا اوس هم ناقرار يمنوي رنځ څخه خبریږمه ځورېږمزه پوهېږم ستا به کور او کلی هېر ويچې قلف وره ته دې ودرېږمه ځورېږمستا ياري راته د شګو سخت مزل شودا چې ګام په ګام غورځيږمه ځورېږمد چنار په څېر ځواني مې زحمت يوړه د انګور په څېر تاوېږمه ځورېږمچې د شپې مزل کوم منزل ته رسمچې سبا ته پاته کيږمه ځورېږمعادله ذاته دا ستا داد ته منتظر یم چې د بل در ته پسښیږمه ځورېزم نسیم شاه عادل ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ + نوشته شده در یکشنبه بیست و یکم اسفند ۱۴۰۱ ساعت 11:45 توسط نسیم شاه عادل  |  چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 81 تاريخ : دوشنبه 7 فروردين 1402 ساعت: 18:45

ويښ شه مسلمانه چې روژه راغلهځان دې ښه بیدار کړهکړه عبادتونه٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫دې مياشت کې ډير ډیر دي حکمتونهپکې کوه، کوه تلاوتونهد پاک الله، الله کوه ذکرونهدا د خدای د لورې یو تحفه راغلهښه یی کړه قبوله واخله ترې خوندونهويښ شه مسلمانه چې روژه راغلهځان دې ښه بیدار کړهکړه عبادتونه٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬دغه موقع موقع د خواخوږۍ ده د مومنانو مومنانو د خوارۍ ده د جهنم، جهنم نه د خلاصۍ دهمونږ ته د څو ورځو میلمنه راغلهبیړه کړه تلوار کړه کړه پکې لمونځونه ويښ شه مسلمانه چې روژه راغلهځان دې ښه بیدار کړهکړه عبادتونه٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬پکې رحمت رحمت د رب وریږيټول دوزخونه، خونه تړل کیږي شیطانان هم، هم ځړول کیږي ای عادله څومره ښه موقعه راغلههیڅ عفلت ونه کړې دادي فرصتونه ويښ شه مسلمانه چې روژه راغلهځان دې ښه بیدار کړهکړه عبادتونه + نوشته شده در دوشنبه بیست و دوم اسفند ۱۴۰۱ ساعت 15:25 توسط نسیم شاه عادل  |  چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 73 تاريخ : دوشنبه 7 فروردين 1402 ساعت: 18:45